ads

په ننګرهار كې يو سوداګر د انسان تښتوونكو له منګولو خوشې شو

امنيتي ځواكونو په ننګرهار كې د يوه هوټل مالک او سوداګر د انسان تښتوونکو له منګولو خوشې كړ او خپلې كورنۍ ته يې وسپاره. د دغه ولايت د رسنيو دفتر وايي، د مرکز جلال اباد ښار د اوومې ناحيې په مربوطاتو کې تېره شپه د اجمل اکبري په نوم د يوه هوټل مالک او سوداګر […]

نویسنده: hewadpal
15 لیندۍ 1398
په ننګرهار كې يو سوداګر د انسان تښتوونكو له منګولو خوشې شو

امنيتي ځواكونو په ننګرهار كې د يوه هوټل مالک او سوداګر د انسان تښتوونکو له منګولو خوشې كړ او خپلې كورنۍ ته يې وسپاره.
د دغه ولايت د رسنيو دفتر وايي، د مرکز جلال اباد ښار د اوومې ناحيې په مربوطاتو کې تېره شپه د اجمل اکبري په نوم د يوه هوټل مالک او سوداګر د انسان تښتوونکو له لوري تښول شوى و، چې له شپږ ساعته پرله پسې عملياتو وروسته د تښتوونکو له منګولو ازاد او خپلې کورنۍ ته روغ رمټ وسپارل شو.
د ياد کس د تښتوونکو له ډلې د سره رود ولسوالۍ اوسېدونکى نورالرحمن له دوه موټرونو، يوه کلاشينکوف او ځينو نورو توکو سره يو ځاى نيول شوى دى.
بايد وويل شي، چې په دې وروستيو كې پر ننګرهار سربېره په يو شمېر نورو ولايتونو كې هم د ترور او انسان تښتونې پېښې زياتې شوي او خلك يې سخت اندېښمن كړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA