ads

په لغمان كې ټرافيكي پېښې درې تنه ووژل

د كابل – جلال اباد پر لويه لار ټرافيکي پېښې څلورو تنو ته مرګ ژوبله واړوله. د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي کليد ته وويل، نن سهار شاوخوا درې بجې پر ياده لار د قرغيو ولسوالۍ په سرخکانو سيمه كې د يوه ټوډي ډوله موټر او ټېلر د ټكر په پېښه كې درې تنه […]

نویسنده: hewadpal
15 لیندۍ 1398
په لغمان كې ټرافيكي پېښې درې تنه ووژل

د كابل – جلال اباد پر لويه لار ټرافيکي پېښې څلورو تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي کليد ته وويل، نن سهار شاوخوا درې بجې پر ياده لار د قرغيو ولسوالۍ په سرخکانو سيمه كې د يوه ټوډي ډوله موټر او ټېلر د ټكر په پېښه كې درې تنه وژل شوي او يو بل ټپي دى.
د هغه په وينا، پېښه د موټر چلوونكو د بې غورۍ له كبله رامنځته شوې ده.
د کابل – جلال اباد پر لويه لار ډېرى ټرافيکي پېښې د موټرونو د ګړندي تګ او د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ په سبب رامنځته کېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA