ads

په زابل كې ۱۴ وسله وال طالبان ووژل شول

امنيتي مسوولين په زابل كې د افغان هوايي ځواكونو په عملياتو كې د ۱۴ وسله والو طالبانو د وژل كېدو خبر وركوي. د هېواد په جنوب كې د ۲۰۵ اتل قول اردو مرستيال وياند احمد صادق عيسى نن کليد ته وويل، دا عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د زابل د شاه جوى ولسوالۍ په […]

نویسنده: hewadpal
15 لیندۍ 1398
په زابل كې ۱۴ وسله وال طالبان ووژل شول

امنيتي مسوولين په زابل كې د افغان هوايي ځواكونو په عملياتو كې د ۱۴ وسله والو طالبانو د وژل كېدو خبر وركوي.
د هېواد په جنوب كې د ۲۰۵ اتل قول اردو مرستيال وياند احمد صادق عيسى نن کليد ته وويل، دا عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د زابل د شاه جوى ولسوالۍ په جر بازار سيمه كې ترسره شول.
نوموړى وايي، عمليات كوونكو سرتېرو د طالبانو يو موټر هم له وسلو او مهماتو سره يو ځاى له منځه يووړ.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه خپل نظر نه دى څرګند كړى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA