د خوست پوليسو نن سهار شاوخوا لس بجې د دې ولايت په تڼيو ولسوالۍ کې دوه تنه ماين لېږدوونکي نيولي دي.
د خوست له امنيه قوماندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، يادو دوو تنو غوښتل له تڼيو ولسوالۍ څخه خوست ښار ته پر موټر سايکل ماين ولېږدوي، خو پوليسو له اطلاع سره سم دواړه ماين لېږدوونکي ونيول.
تراوسه په دې هكله کومې وسله والې ډلې څه نه دي ويلي.
د تڼيو ولسوالي د خوست له باامنه ولسواليو څخه ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


