ads

محب: له دولتي امکاناتو دې قانوني استفاده وشي

د ملي امنيت سلاكار حمدالله محب وايي، ملي ځواکونه دې د خلکو او ولس لپاره د نظم او امنيت د ټينګولو په لاره کې وکارول شي او له دولتي امکاناتو دې هم قانوني استفاده وشي. نوموړي دا څرګندونې د ده په مشرۍ د امنيتي سکټور د مشرتابه په جوړه شوې غونډه كې وكړې. د ملي […]

نویسنده: hewadpal
15 لیندۍ 1398
محب: له دولتي امکاناتو دې قانوني استفاده وشي

د ملي امنيت سلاكار حمدالله محب وايي، ملي ځواکونه دې د خلکو او ولس لپاره د نظم او امنيت د ټينګولو په لاره کې وکارول شي او له دولتي امکاناتو دې هم قانوني استفاده وشي.
نوموړي دا څرګندونې د ده په مشرۍ د امنيتي سکټور د مشرتابه په جوړه شوې غونډه كې وكړې.
د ملي امنيت شورا دفتر د خبرپاڼې له مخې، په ياده غونډه كې د هېواد د عمومي امنيتي وضعيت په اړه معلومات وړاندې شول او هغه پرمختګونه مطرح شول، چې په تېرو څو ورځو کې په نظامي برخه کې شوي دي.
د غونډې ګډونوالو د ناامنه سيمو او ولسواليو په تړاو د حکومت د ځانګړو پراختيايي او امنيتي پلانونو پر سر بحث وكړ او ټينګار وشو، چې دا پلانونه دې ژر تر ژره عملي شي.
د هېواد په کچه د قضايي کارکوونکو او قاضيانو د امنيت د لا خونديتوب او د هغوى لپاره د کار د لا ښې زمينې برابرولو په اړه هم بحث وشو.
د ملي امنيت سلاکار له اړوند ادارو غوښتنه وکړه، چې په دغه برخه کې دې له هېڅ ډول هڅو او همکارۍ ډډه نه کوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA