ads

د تېتسو ناکامورا د قاتلینو د نیولو غوښتنه وشوه

د افغانستان د ملي پیوستون ګوند د جاپان د یوه خیریه بنسټ د مشر تېتسو ناکامورا وژل کېدل وغندل او د هغه د قاتلینو د نیولو غوښتنه یې وکړه. دغه ګوند د جمعې په ورځ په کابل کې د پاکستان سفارت مخې ته لاریون وکړ او د ناکامورا ترور یې د پاکستان د استخباراتي ادارې […]

نویسنده: hewadpal
15 لیندۍ 1398
د تېتسو ناکامورا د قاتلینو د نیولو غوښتنه وشوه

د افغانستان د ملي پیوستون ګوند د جاپان د یوه خیریه بنسټ د مشر تېتسو ناکامورا وژل کېدل وغندل او د هغه د قاتلینو د نیولو غوښتنه یې وکړه.
دغه ګوند د جمعې په ورځ په کابل کې د پاکستان سفارت مخې ته لاریون وکړ او د ناکامورا ترور یې د پاکستان د استخباراتي ادارې آی اېس آی کار وباله.
د ملي پیوستون ګوند د خپل لاریون په پای کې د یوې اعلامیې په لوستلو سره افغان حکومت د ناکامورا په قتل کې ګرم وباله او غوښتنه یې وکړه، چې باید د نوموړي قاتلین ونیول او سخته سزا ورکړل شي.
په همدې حال کې د ياد لاریون یوه ګډونواله او د ولسي جرګې غړې بلقیس روشن وایي، حکومت باید د ناکامورا امنیت ټینګ کړی وی او زیاتوي، چې هغه د افغانستان د اوبو د مهارولو له کبله ووژل شو.
دغه راز يوې بلې لاريون كوونكې حماسې وويل، د داسې کړنو په ضد باید افغانان سره یو لاس شي او مبارزه وکړي.
له دې وړاندې هم د تېتسو ناکامورا وژل کېدل په کور دننه او بهر غندل شوي وو او د نوموړي په یاد د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې شمعې بلې شوې.
د PMS جاپاني خیریه بنسټ مشر تېتسو ناکامورا د تېرې چهار شنبې په ورځ د ننګرهار په مركز جلال اباد ښار کې له خپلو پنځو افغان همکارانو سره په یوه وسله وال برید کې ووژل شو، خو د دغه برید مسوولیت تراوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA