د خوست ښار د ختيځې برخې سبزي منډوي ته څېرمه نن يوه څلور لارې د ډاکټر تېتسو ناکامورا په نوم ونومول شوه.
د خوست مرستيال والي عبدالواحد پټان وايي، له دې كاره يې هدف له جاپاني ولس سره د ډاکټر ناکامورا په غم کې ځان شريک بلل دي.
نوموړى د ياد ډاكټر وژونکي د افغانستان دښمنان يادوي.
مدني فعال بوستان وليزی هم د ډاکټر ناکامورا وژل کېدل يوه لويه ضايعه بولي او زياتوي، ټول افغانان په دې غم کې د جاپان له ولس سره ځانونه شريک ګڼي.
د PMS په نوم د جاپانۍ خيريه موسسې مشر ډاکټر تېتسو ناکامورا او پنځه افغان همكاران يې تېره چهار شنبې د ننګرهار په مركز جلال اباد ښار کې د وسله وال بريد په ترڅ كې ووژل شول.
هغه د ښو خدمتونو له كبله افغانى افتخاري تابعيت هم ترلاسه كړى و.
د ياد بريد مسووليت تر دا مهاله چا نه دى منلى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


