ads

حكمتيار د لنډ مهالي حكومت پر رامنځته كېدو ټينګار وكړ

د اسلامي عدالت ټاكنيزې ډلې مشر ګلبدين حكمتيار وايي، كه د جمهوري رياست ټاكنې دوهم پړاو ته ځي او يا هم باطلېږي، بايد د رڼو او عادلانه ټاكنو د ترسره كولو لپاره لنډ مهالى حكومت رامنځته شي. هغه نن په كابل ښار كې خپلو ګڼ شمېر پلويانو ته، چې لاريون يې كړى و، وويل، په […]

نویسنده: hewadpal
15 لیندۍ 1398
حكمتيار د لنډ مهالي حكومت پر رامنځته كېدو ټينګار وكړ

د اسلامي عدالت ټاكنيزې ډلې مشر ګلبدين حكمتيار وايي، كه د جمهوري رياست ټاكنې دوهم پړاو ته ځي او يا هم باطلېږي، بايد د رڼو او عادلانه ټاكنو د ترسره كولو لپاره لنډ مهالى حكومت رامنځته شي.
هغه نن په كابل ښار كې خپلو ګڼ شمېر پلويانو ته، چې لاريون يې كړى و، وويل، په هغو محلونو كې دې بياځلي ټاكنې وشي، چې بايومټريك دستګاوې يې غلا شوي او اوس يې يوازې د رايو خالي صندوقونه د ټاكنو له خپلواك كمېسيون سره دي.
د حكمتيار په خبره، د ټولو صندوقونو د رايو بيا شمېرنه دې د كانديدانو او بې پلوه پلاويو د استازو په حضور كې ترسره او د پاكو او ناپاكو رايو تر تصفيې وروسته دې د ټاكنو پايلې اعلان شي.
دا په داسې حال كې ده، چې تر دې وړاندې هم د جمهوري رياست ټاكنو ځينو كانديدانو د لنډ مهالي، ملي مصالحې او ملي مشاركت حكومتونو د جوړولو وړانديزونه كړي وو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA