ads

امريكا منځني ختيځ ته د خپلو نورو سرتېرو پر لېږلو غور كوي

امريكا وايي، په سيمه كې د ايران د چلند په اړه اندېښنو ته په كتو منځني ختيځ ته د زرګونو نورو امريكايي سرتېرو پر لېږلو غور كوي. د متحدو ايالتونو د دفاع وزارت د پاليسۍ چارو مرستيال جان راډ پرون كانګرېس ته وويل، واشنګټن د ايران چلند په اندېښنې سره څاري. نوموړي منځني ختيځ ته […]

نویسنده: hewadpal
15 لیندۍ 1398
امريكا منځني ختيځ ته د خپلو نورو سرتېرو پر لېږلو غور كوي

امريكا وايي، په سيمه كې د ايران د چلند په اړه اندېښنو ته په كتو منځني ختيځ ته د زرګونو نورو امريكايي سرتېرو پر لېږلو غور كوي.
د متحدو ايالتونو د دفاع وزارت د پاليسۍ چارو مرستيال جان راډ پرون كانګرېس ته وويل، واشنګټن د ايران چلند په اندېښنې سره څاري.
نوموړي منځني ختيځ ته د تلونكو امريكايي سرتېرو كره شمېر په ډاګه نه كړ، خو په دې تړاو يې د والسټريټ ژورنال ورځپاڼې راپور رد كړ.
دغې ورځپاڼې په دې وروستيو كې راپور وركړى و، چې پنټاګون يادې سيمې ته د شاوخوا ۱۴ زرو امريكايي سرتېرو پر لېږلو غور كوي.
د امريكا د دفاع وزارت وياندې اليسا فرح هم دا شمېر رد كړى و.
يوه ځايي چارواكي د نوم نه ښودلو په شرط امريكايي رسنيو ته ويلي، دا شمېر به د پنځو او اوو زرو ترمنځ وي او پر هغو ۱۴ زرو سرتېرو به اضافه شي، چې د روان ميلادي كال له مې مياشتې راهيسې منځني ختيځ ته لېږل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA