ads

روغتیا وزارت: د سیمه ییزو کارکوونکو فعالیتونه اغېزمن تمام شوي

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي، په هېواد کې د سيمه ييزو روغتيايي کارکوونکو فعاليتونه خورا ډېر اغېزمن تمام شوي دي. د ډيسمبر پنځمه نېټه په نړۍ کې د روغتيايي کارکوونکو نړېواله ورځ ده. د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د پنجشنبې په ورځ په همدې تړاو جوړې شوې غونډې ته وويل، دغو کارکوونکو […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
14 لیندۍ 1398
روغتیا وزارت: د سیمه ییزو کارکوونکو فعالیتونه اغېزمن تمام شوي

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي، په هېواد کې د سيمه ييزو روغتيايي کارکوونکو فعاليتونه خورا ډېر اغېزمن تمام شوي دي.
د ډيسمبر پنځمه نېټه په نړۍ کې د روغتيايي کارکوونکو نړېواله ورځ ده. د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د پنجشنبې په ورځ په همدې تړاو جوړې شوې غونډې ته وويل، دغو کارکوونکو په سيمه ييزه کچه شاوخوا ۳۷ فيصده د ټولنې روغتيايي ستونزې حل کړي دي.
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت سرپرستې ماموسۍ زېور څرګنده کړه، چې روغتيايي کارکوونکي د ټولنې د روغتيايي چارو فعال ګډونوال دي.
که څه هم په ولسواليو او کليوکې د هوا د پاکوالي له کبله روغتيايي ستونزې ډېرې کمې راپېښېږي؛ خو د مېرمنو د زیږون او د ماشومانو د ناروغيو په برخه کې د سيمه ييزو روغتيايي کارکوونکو شتون يوه جدي اړتيا ده.
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت په وينا، دغو سيمه ييزو کارکوونکو له شاوخوا ۲۰۰ زرو افغانو مېرمنو سره د هغوی د ولادت په برخه کې اغېزمنې مرستې کړې دي.
روغتيايي کارکوونکې صالحې محمودي په همدې تړاو کليد ته وويل، له مېرمنو سره د دوی مرستو ښې پايلې درلودې او ډېر شمېر ښځې يې د مرګ له پولې خپل ژوند ته راستانې کړي دي.
په همدې حال کې د کابل د چهاراسياب ولسوالۍ سيمه ييز روغتيايي کارکوونکی امرالدين سهاک بيا ډاډ ورکوي، چې دوی د لومړنيو روغتيايي مرستو په برخه کې د ځینو پروګرامونو له لارې مسلکي زده کړې هم کړي دي.
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت په وينا، دمګړۍ په هېوادکې شاوخوا ډېرش زره سيمه ييز روغتيايي کارکوونکي فعاليت کوي.
د اولادونو ترمنځ د ټاکل شوې فاصلې مراعاتول، د او ار اس پوړۍ، د وينې کمي په برخه کې د داروګانو ورکول او د روغتيايي چارو په برخه کې نورې لازمې مشورې هغه څه دي، چې په کليو او ولسواليوکې د سيمه ايزو روغتيايي کارکوونکو لخوا ترسره کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA