په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د زور زیاتي خبره اوسنۍ نه کلونه کېږي چې د له منځه وړلو په هدف یې افغان حکومت او نړیواله ټوله هڅې کوي.
خو لا هم په ټول هېواد کې هر کال د مېرمنو پر وړاندې د زور زیاتي ګڼې پېښې ثبتېږي.
د هېواد پر نورو ولایتونو سربېره، ننګرهار کې هم د دغې پدیدې د ختمولو په هدف ګړندۍ هڅې روانې دې، خو لاهم د ښځو پر وړاندې زور زیاتی کېږي.
د ننګرهار د ښځو چارو رییسه فتانه عزیز وایي، چې د ۱۳۹۸ کال له پیل تر دې مهاله ورسره په دې ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۰۲ قضیې ثبت شوې، چې زیاتره یې د کورني تاوتریخوالي دي.
فتانې عزیر وویل، دوی هڅه کوي څو د عامه پوهاوي له لارې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې راکمې او دغه لړۍ لرې پرتو ولسوالیو ته هم وغځوي.
په ورته مهال یوشمېر ننګرهار میشتې مېرمنې د ښځو چارو پر ریاست او نورو اړونده ادارو نیوکه کوي، چې هر کال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پېښو ارقام راټولوي؛ خو څيړي یې نه.
دوی وایي، که د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي عاملین مجازات شي، اوسنی تاوتریخوالی را کمیدای شي.
خو په ورته مهال د ښځو چارو رییسه فتانه عزیز وایي، چې په خپل وخت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ټولې ثبت شوې قضیې څېړلي دي او اړونده ارګانونو ته یې استولي دي.
دغه مېرمنې وایي، اړونده ادارو تر دې دمه هغه ډول اقدامات نه دي کړي، چې دښځو په ژوند کې یې مثبت بدلون راوستی وي.
افغان مېرمنې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کموالي لپاره د قانون تطبیق، ښځینه وو ته د تعلیم د حق ورکونه او د مېرمنو لپاره د مناسب کاري چاپیریال د برابرېدو غوښتنه کوي.
د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښو د له منځه وړلو په برخه کې که څه هم د ښځو چارو ریاست د لاسته راوړنو خبره کوي، خولا هم د دغه ولایت په لرې پرتو ولسوالیو کې مېرمنې له کورني تاوتریخوالي شکایت کوي او وایي که حکومتي ادارې ورته پام ونه کړي ژوند به یې له کړاوونو سره مخ شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


