ads

هند مذهبي اقلیتونو ته د تابعیت ورکولو لایحه تصویب کړه

په هند کې هغو مذهبي اقلیتونو ته تابعیت ورکول کېږي، چې په افغانستان، پاکستان او بنګله دېش کې له عدلي تعقیب او مذهبي توپیرونو سره مخ دي. دا لایحه پرون تصویب شوه، چې تر دې وروسته به د هند پارلمان ته استول کېږي. د سرچینې په خبره، که پارلمان یاده لایحه ومنله، نو په قانون […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
14 لیندۍ 1398
هند مذهبي اقلیتونو ته د تابعیت ورکولو لایحه تصویب کړه

په هند کې هغو مذهبي اقلیتونو ته تابعیت ورکول کېږي، چې په افغانستان، پاکستان او بنګله دېش کې له عدلي تعقیب او مذهبي توپیرونو سره مخ دي.
دا لایحه پرون تصویب شوه، چې تر دې وروسته به د هند پارلمان ته استول کېږي.
د سرچینې په خبره، که پارلمان یاده لایحه ومنله، نو په قانون به بدله شي او دا به لمړی ځل وي چې هند د مذهب پر بنسټ خلکو ته تابعیت ورکوي.
د هند د صدراعظم نریندرا مودي ملتپال واکمن ګوند په ۲۰۱۶ میلادي کال کې دا لایحه وړاندې کړې وه، خو هغه وخت یې پر ضد لاریونونه وشول او مخه یې ونیول شوه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA