ads

هغه پلار چې درې لورګانې ۱۲ کیلومټره لېرې ښوونځي ته په موټر سایکل وړي

د مرکز ښرنې ختیځ لور په غرنۍ سیمه کې د پروت کلي ډڼدک اوسیدونکي میاخان له کلید سره په خبرو کې وویل، ښوونځی يې له کور څخه نېږدي ۱۲ کیلو مټره لېري پروت دی. هغه څرګندوي، چې هر سهار درې لورګانې په موټرسایکل دغه ښوونځي ته راوړي او غرمه يي له رخصتي وروسته بیرته خپل […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
14 لیندۍ 1398
هغه پلار چې درې لورګانې ۱۲ کیلومټره لېرې ښوونځي ته په موټر سایکل وړي

د مرکز ښرنې ختیځ لور په غرنۍ سیمه کې د پروت کلي ډڼدک اوسیدونکي میاخان له کلید سره په خبرو کې وویل، ښوونځی يې له کور څخه نېږدي ۱۲ کیلو مټره لېري پروت دی.
هغه څرګندوي، چې هر سهار درې لورګانې په موټرسایکل دغه ښوونځي ته راوړي او غرمه يي له رخصتي وروسته بیرته خپل کور ته رسوي.
میاخان وايي، خپله غریبي کوي، کله نا کله روزانه ورته پیدا شي او کله بیا پنډیتوب هم کوي، خو له دې ټولو ستونزو سره سره يي هوډ کړی، چې په خپلو لوڼو زده کړې وکړي او په وینا يي چې دې وروسته پاتي ټولنې ته خیر ورسوي.
روزۍ د درې خویندو له ډلي هغه نجلۍ ده، چې سهار له خپل پلار سره د نورانیه په نوم ښوونځي ته راځي او غرمه يي بېرته پلار په موټرسایکل تر کوره رسوي.
دا وايي، د کورنۍ تشویق يي د دې لامل شوی چې له ډېرو ستونزو سره سره يي زده کړو ته مخه کړې او د هېواد د روښانه راتلونکي لپاره ډېري هیلي لري.
د پکتیکا یو تن ځوان سیف الرحمن وايي، په دغه ولایت کې لا هم پخواني ناوړه رواجونه واکمن دي او ډېر کله څوک زړه نه ښه کوي، چې خپلي لوڼې یا خویندې زده کړو ته ولېږي.
هغه څرګندوي، د میاخان مېړانه د ستایني وړ ده او د ده دا هڅه به وکولای شي، په پکتیکا ولایت کې د نجونو د زده کړو پر وړاندي د بد فکر په له منځه وړلو کې مهم رول ولوبوي.
د پکتیکا پوهني سرپرست رییس محمد نسیم واجد کلید ته وویل، پوهنې ریاست ژمن دی چې ټولو نجونو ته د زده کړي زمینه او اسانتیاوې برابرې کړي.
دی څرګندوی، چې میاخان د معارف په ډګر کې نه هېرېدونکی خدمت وکړ او پوهنې ریاست به يي د معارف د ستوري په نوم په نېږدي راتلونکي کې وستايي.
د یادوني وړ ده، چې پکتیکا کې په دې وروستیو کې د نجونو د زده کړو په برخه کې نسبتا ښه والی راغلی او د میاخان په شان ځیني نور کسان هم دې ته لېوال دي، چې خپلې لوڼې د زده کړو په ګاڼه سمبال کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA