ads

شمالي کوریا امنیت شورا ته ګواښ وکړ

شمالي کوریا په دغه هېواد کې د امنیت شورا لوري د بشري حقونو د حالت ارزولو په تړاو له ناستې سره مخالفت وښود. په ملګرو ملتونو کې د شمالي کوریا د استازي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د امنیت شورا له لوري په دغه هېواد کې د بشري حقونو د […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
14 لیندۍ 1398
شمالي کوریا امنیت شورا ته ګواښ وکړ

شمالي کوریا په دغه هېواد کې د امنیت شورا لوري د بشري حقونو د حالت ارزولو په تړاو له ناستې سره مخالفت وښود.
په ملګرو ملتونو کې د شمالي کوریا د استازي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د امنیت شورا له لوري په دغه هېواد کې د بشري حقونو د حالت ارزول یوه دسیسه او د امریکا له شومو سیاستونو ملاتړ دی.
پیونګ یانګ دغه ګواښ پر داسې مهال مطرح کوي، چې په ملګرو ملتونو کې یو شمېر ډیپلوماټانو په یاد هېواد کې د بشري حقونو د ارزولو په هدف د یوې ناستې جوړېدو خبر ورکړی.
بلخوا، پرون چهار شنبه د لهستان، المان، انګلستان، فرانسې، بلژیک او استوني استازو هم د شمالي کوریا پر وروستیو توغندویي ازموینو اندېښنه څرګنده کړه او دغه کار یې د امنیت شورا له پرېکړه لیک سره په ټکر کې وباله.
د امنیت شورا دغو ۶ غړو ټینګار وکړ، چې پیونګ یانګ باید ژر تر ژره د ټولوژونکو وسلو ازموینې ودروي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA