ads

وزیرستاني کډوال: زموږ ستونزې دې هوارې او شوې ژمنې دې عملي شي

د خوست په ګلان پنډغالي او همداشان د دغه ولایت په سپېره ولسوالۍ کې مېشت وزيرستاني کډوال وايي، هغه مرستې چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یا “UNHCR” له لوري ترسره کېږي، دوی ته په وخت نه رسېږي او ترڅنګ يې د افغان دولت ډېری ژمنې تراوسه نه دي عملي شوې. د […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
13 لیندۍ 1398
وزیرستاني کډوال: زموږ ستونزې دې هوارې او شوې ژمنې دې عملي شي

د خوست په ګلان پنډغالي او همداشان د دغه ولایت په سپېره ولسوالۍ کې مېشت وزيرستاني کډوال وايي، هغه مرستې چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یا “UNHCR” له لوري ترسره کېږي، دوی ته په وخت نه رسېږي او ترڅنګ يې د افغان دولت ډېری ژمنې تراوسه نه دي عملي شوې.
د وزیرستاني کډوالو یو تن مشر جمشېد وايي، چې تراوسه پورې نه افغان دولت او نه هم مربوطه نړیوالې ادارې د ژمي په را رسېدو له دوی سره مرستې کړې او نه هم د دوی لپاره ځينې بېلې شوې مرستې تر دوی رسول شوي.
د جمشېد په خبره، د دوی لپاره په جوړ شوي کلنيک کې د ښځينه ډاکټرې د نشت ترڅنګ يې بله لویه ستونزه داده، چې د افغان ځواکونو له لوري ځورول کېږي.
هغه وايي، که افغان حکومت رښتیا هم لر پښتانه خپل وروڼه ګڼي، نو پکار ده چې د هويت غم يې وخوړل شي‌.
د خوست والي حليم فدايي، چې د وزیرستاني کډوالو د ستونزو اورېدو په پار د خوست ګلان پنډغالي ته ورغلی و، وويل چې د دوی ستونزې به تر مرکز کابله رسوي او د قبایلو چارو وزارت سره په همغږۍ به يې د هويت ستونزه ورحل او په نورو برخو کې به یې لاس نیوی وکړي.
د یادونې ده، چې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ د ضرب غذب عملياتو د پيل پرمهال په زرګونه کډوال د ډیورنډ کرښې دې لورې خوست، پکتیا او پکتیا ولایتونو ته راغلل، چې ځينې يې بېرته خپلو مېنو ته ستانه شوي او نېږدې تر ۸ زرو پورې کورنۍ اوس هم د خوست په ګلان پنډغالي او سپېره ولسوالۍ کې اوسېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA