ads

د ننګرهار معلولین: دولت او د ټولنې وګړي مو حقونه نه راکوي

د ننګرهار معلولین شکایت لري چې دولت او د ټولنې وګړي د دوی حقونه نه ورکوي. دېرش کلن خلیل احمد د ننګرهار اوسېدونکی، چې په دواړو پښو معلول دی، اوس مهال په یو خصوصي پوهنتون کې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی لولي. خلیل احمد وايي، په دواړو پښو معلول دی، خو بیا هم هڅه […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
13 لیندۍ 1398
د ننګرهار معلولین: دولت او د ټولنې وګړي مو حقونه نه راکوي

د ننګرهار معلولین شکایت لري چې دولت او د ټولنې وګړي د دوی حقونه نه ورکوي.
دېرش کلن خلیل احمد د ننګرهار اوسېدونکی، چې په دواړو پښو معلول دی، اوس مهال په یو خصوصي پوهنتون کې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی لولي.
خلیل احمد وايي، په دواړو پښو معلول دی، خو بیا هم هڅه کوي، څو خپلې لوړې زده کړې وکړي.
دی وایي، دلته معلولو وګړو ته په ښه نظر نه کتل کېږي، ځکه وایي، هغه حقوق چې دوی یې لري، نه دولت او نه یې هم د ټولنې وګړي ورکوي.
خلیل احمد زیاتوي، چې په پوهنځي کې د فیس د ورکړې له کبله د ادارې له لوري ایستل شوی دی.
دی زیاتوي، که حکومت او نورې ادارې ورته د زده کړو په برخه کې اسانتیاوې برابرې نه کړي، لوړې زده کړې به یې په نیمه پاتې او خپل هدف ته به ونه رسېږي.
یوازې خلیل احمد نه دی، چې له دې ستونزو ځورېږي.
دې ته ورته ډېر داسې کسان شته، چې معلول دي او پر اقتصادي ستونزو سربېره، له بې کارۍ ځورېږيٍ.
د معلولینو د ټولنې مسولین هم د دوی ستونزې مني خو وایي، هغه حقونه چې قانون دوی ته ورکړي، هېڅ ادارې نه دي منلي.
د دغې ټولنې مشر مسعود ساپي وایي، په ځلونو یې د معلولینو ستونزې له اړوندو اداور سره شریکې کړي، خو تر اوسه په دې اړه اقدامات نه دي شوي.
نوموړی وایي، په ختیځو ولایتونو کې زرګونه معلولین له دوی سره ثبت دي.
د ده په خبره، نه یوازې په کاري ساحه کې، بلکې د زده کړو په برخه کې هم دوی له سختو ستونزو سره مخ دي؛ ځکه دولت ورته پاملرنه نه کوي او له همدې کبله له زده کړو پاتې کېږي.
یوازې معلولیت لرونکي وګړي نه دي، چې دلته خپلو حقونو ته د نه لاسرسي په برخه کې شکایت کوي، بلکې په جلال اباد ښار کې هره ورځ په سلګونه بې روزګاره خلک له سهار تر ماښامه په څلورولارو کې د کار په انتظار وي، خو کار نه شي موندلی اونه یې هم دولت پوښتنه کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA