slideshow

۱۳ لیندۍ ۱۳۹۸
لیکونکی: تاج محمد ساحل

په کندهار کې د پولیسو پر موټر د ماین چاودنه وشوه

کندهار

په كندهار ښار كې د ماين چاودنې يو پوليس وژلى دى.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند جمال ناصر باركزي كليد ته وويل، نن سهار نهه بجې او ۴۵ دقيقې د كندهار ښار د شپږمې امنيتي حوزې په سرفوزې سيمه كې د پوليسو د ګزمې پر موټر د ماين چاودنه شوې ده.
هغه زياته كړه، په دې پېښه كې يو پوليس وژل شوى او بل چا ته زيان نه دى اوښتى.
د يادې پېښې مسووليت تراوسه چا نه دى منلى.

شریکول
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *