ads

په زابل کې ۳۶ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

امنيتي چارواكي په زابل كې ۳۶ وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر وركوي. د هېواد په جنوب كې د ۲۰۵ اتل قول اردو مرستيال وياند احمد صادق عيسى نن کليد ته وويل، په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د زابل په ارغنداب او شاه جوى ولسواليو كې د افغان ځواكونو د عملياتو په […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
13 لیندۍ 1398
په زابل کې ۳۶ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

امنيتي چارواكي په زابل كې ۳۶ وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر وركوي.
د هېواد په جنوب كې د ۲۰۵ اتل قول اردو مرستيال وياند احمد صادق عيسى نن کليد ته وويل، په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د زابل په ارغنداب او شاه جوى ولسواليو كې د افغان ځواكونو د عملياتو په مهال ۱۵ طالبان وژل شوي او ۲۱ تنه نور ټپيان دي.
د عيسى په خبره، امنيتي سرتېرو د كندهار په ميوند او خاکرېز ولسواليو کې بيا د دښمن اووه ماينونه كشف او شنډ كړل.
نوموړي خپل لور ته د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو څه ونه ويل.
وسله والو طالبانو لا په دې اړه تبصره نه ده كړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
طراحی و توسعه توسط تکشارک - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA