ads

ټرمپ او جانسن پر نړيوال امنيت خبرې وکړې

د امريکا جمهور رييس ډونالډ ټرمپ په لندن كې د بريتانيا له لومړي وزير بوريس جانسن سره ليدلي او پر نړيوال امنيت يې ورسره خبرې كړې دي. د بريتانيا د لومړي وزير له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دواړو لورو په دغه ليدنه كې د ناټو د دفاعي بودجې ډېرېدل وستايل […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
13 لیندۍ 1398
ټرمپ او جانسن پر نړيوال امنيت خبرې وکړې

د امريکا جمهور رييس ډونالډ ټرمپ په لندن كې د بريتانيا له لومړي وزير بوريس جانسن سره ليدلي او پر نړيوال امنيت يې ورسره خبرې كړې دي.
د بريتانيا د لومړي وزير له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دواړو لورو په دغه ليدنه كې د ناټو د دفاعي بودجې ډېرېدل وستايل او د پېښېدونکو ګواښونو په وړاندې يې پر ګډې مبارزې هوکړه وکړه.
جانسن تر دې وړاندې د جرمني له لومړۍ وزير انګلا مېرکل، د فرانسې له جمهور رييس امانوېل مکرون او د ترکيې له جمهور رييس رجب طيب اردوغان سره په سوريې او ليبيا کې پر وروستيو بدلونونو او له تروريزم سره پر مبارزې بحث وکړ.
د بريتانيا د لومړي وزير وياند رسنيو ته وويل، په ياده څلور اړخيزه ناسته کې پر اقتصادي همکاريو او د ناټو د پوځي بودجې پر ډېروالي هوکړه وشوه.
بايد وويل شي، چې ټرمپ د ناټو په غونډه کې د ګډون لپاره لندن ته سفر وكړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
طراحی و توسعه توسط تکشارک - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA