ads

د هلمند د امنیه قومندانۍ د جلب او جذب مرستیال ووژل شو

وسله والو كسانو د هلمند په مركز لښكرګاه ښار كې د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د جلب او جذب مرستيال فتح محمد له خپل زوى سره يو ځاى وواژه. د هلمند د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو امر دویم څارن محمد زمان همدرد کليد ته وويل، فتح محمد خپل دفتر پر لاره و، چې نن […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
13 لیندۍ 1398
د هلمند د امنیه قومندانۍ د جلب او جذب مرستیال ووژل شو

وسله والو كسانو د هلمند په مركز لښكرګاه ښار كې د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د جلب او جذب مرستيال فتح محمد له خپل زوى سره يو ځاى وواژه.
د هلمند د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو امر دویم څارن محمد زمان همدرد کليد ته وويل، فتح محمد خپل دفتر پر لاره و، چې نن سهار شاوخوا اته بجې د لښكرګاه ښار د دویمې امنيتي حوزې په كارته لګان سيمه كې نامعلومو موټر سايكل سپرو پرې ډزې وكړې.
د نوموړي په خبره، په دې پېښه كې يوازې د هلمند د امنيه قوماندانۍ د جلب او جذب مرستيال او زوى يې ووژل شول او بل چا ته زيان نه دى اوښتى.
همدرد وايي، ياده پېښه د پوليسو تر جدي څېړنې لاندې ده.
د دغه وسله وال بريد مسووليت تر دې دمه كومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
طراحی و توسعه توسط تکشارک - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA