slideshow

۱۳ لیندۍ ۱۳۹۸
لیکونکی: محمد خان بریال

خليلزاد: افغان او بهرنيو ځواکونو له طالبانو سره په ګډه داعش ډله ماته کړه

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد وايي، د افغان او بهرنيو ځواکونو او وسله والو طالبانو مبارزه د دې سبب شوه، چې داعش ډله په افغانستان په ځانګړې توګه په ننګرهار کې له ماتې سره مخ شي.
نوموړي پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي، چې د داعش ډلې خراسان څانګه په بشپړ ډول له منځه يووړل شوه، سلګونه داعش وسله وال افغان ځواکونو ته تسليم شول او دغې ډلې نور له افغان او بهرنيو ځواکونو سره د مبارزې توان له لاسه ورکړى دى.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې په دې وروستيو کې په ننګرهار کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۱۰۰۰ داعشيانو ځانونه افغان ځواكونو ته تسليم کړل.
دوى يو شمېر سپکې او درنې وسلې هم امنيتي سرتېرو ته وسپارلې.
د يادولو ده، چې وسله والو طالبانو هم په ياد ولايت كې له خپل لوري د داعش ډلې د ماتې خبر ورکړى و.

شریکول
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *