لیونل مسي تېره شپه د فرانسې هېواد په پاريس ښار کې د سروزرو توپ ترلاسه کړ او په دې سره یې د فوټبال په تاریخ کې یو نوی ريکارډ ثبت کړ.
له دې وړاندې مسي او رونالډو د فوټبال په تاریخ کې پنځه پنځه ځلې د سررزرو ټوپونه ترلاسه کړي وو، چې تر دې وړاندې د فوټبال هيڅ کوم لوبغاړی نه و توانیدلی، چې پنځه د سرو زرو ټوپونه ترلاسه کړي.
مسي د خپل فوټبالي دوران د سروزرو شپږم توپ په داسې حال کې تر لاسه کړ، چې دو نور لوبغاړي فنډایک د ليورپول فوټبال کلپ او کریستیانو رونالډو له یونټوس فوتبال کلپ څخه دغې جایزې ته نوماندان وو.
د سروزو توپ هر کال د فوټبال د کال غوره لوبغاړي ته ورکول کیږي او دا جایزه د هر لوبغاړي ارمان دی چې یو ځل دغه توپ تر لاسه کړي.