د سوریې رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد په حلب سیمه کې د ترکیې له ملاتړه د برخمنو ځواکونو د توپچي بریدونو په پایله کې ۹ ملکي وګړي ووژل شول او ۱۰ نور ټپیان شول.
دغه سرتیري د حلب ښار په حومه سیمه کې مېشت دي او وخت ناوخته د سوریې د واکمن نظام له سرتیرو او نورو مخالفو ډلو سره نښتې کوي.
ترکیې څه موده وړاندې په سوریه کې د کرد وسله والو پر وړاندې د سولې چینې په نوم عملیات پیل کړل، خو وروسته د امریکا په ګډون د نورو هېوادونو له جدي مخالفت سره مخ شو.
امریکا د یادو عملیاتو په غبرګون کې د ترکیې پر ځینو وزیرانو او وزارتونو بندیزونه ولګول.
د ترکیې د پیل شوو عملیاتو اساسي هدف په سوریه کې د امن سیمو رامنځته کول ښودل شوي دي.


