د تونس حكومت خبر ورکوي، چې په دغه هېواد کې د يوه بس د چپه کېدو په پېښه کې ۲۲ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپيان دي.
د تونس د حکومت له لوري په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي، چې دا بس د يوه خصوصي شرکت و او سيمه ييز سيلانيان په کې يوې لويې غونډۍ ته د سيل لپاره ختلي وو.
د سرچينې په وينا، ۱۹ امبولانسونه د پېښې سيمې ته لېږل شوي او ټول ژوبل شوي کسان يې روغتون ته رسولي دي.
د تونس حکومتي چارواکي وايي، په ياد بس کې ۴۳ کسان سپاره وو، چې ټولو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پېښې علت د موټر چلوونکي بې احتياطي ښودل شوې ده.


