ads

په اچین ولسوالۍ کې د ۰۲ قطعې پرضد لاریون شوی

د ننګرهار اچین ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، تېره شپه د ۰۲ قطعې د اچین په پېښې سیمه کې عملیات کړي او بې ګناه ولسي وګړي یې وژلي دي. د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو نن سهار د وژل شوو کسانو مړي له ځانه سره د یاد ولایت مارکو سیمې ته راوړي او وايي، تر هغه به دلته خپل […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
11 لیندۍ 1398
په اچین ولسوالۍ کې د ۰۲ قطعې پرضد لاریون شوی

د ننګرهار اچین ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، تېره شپه د ۰۲ قطعې د اچین په پېښې سیمه کې عملیات کړي او بې ګناه ولسي وګړي یې وژلي دي.
د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو نن سهار د وژل شوو کسانو مړي له ځانه سره د یاد ولایت مارکو سیمې ته راوړي او وايي، تر هغه به دلته خپل اعتراض ته دوام ورکړي، څو د دغو بې ګناه وژنو د مخنیوي پوره ډاډ ترلاسه نه کړي.
لاریون کوونکي وایي، وژل شوي کسان پلار او زوی دي.
دوی څرګندوي، چې کلونه کېږي په بې ګناه ډول بېلابېلو خلکو وځورول اوله دې وروسته هېچا ته د بې ګناه وژنو اجازه نه ورکوي.
بل لورته د ملي امنیت اړوند ۰۲ قطعې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په اچین ولسوالۍ کې تېره شپه دوی عملیات نه دي کړي او په دې تړاو خبرې دروغ دي.
خو د ولایت ویاند عطاالله خوږیاڼي کلید ته وویل، تېره شپه افغان ځانګړو ځواکونو د اچین ولسوالۍ پېښې خوړ سیمه کې د ملکي وګړو پر یو کورعملیات کړي، چې پرمهال یې دوه تنه وژل شوي او یوشمېر افغان ځانګړو ځواکونو له ځانه سره بېولي دي.
دی وایي، وړل شوو کسان لا معلوم نه دي، چې په څه تور یې بېولي دي، خو زیاتوي د دغو عملیاتو په تړاو به له څېړنو وروسته جزیات شریک کړي.
ډېرکله د ننګرهار ولایت په لېرې پرتو نا امنو سیمو کې د ملي امنیت اړوند ۰۲ قطعې په عملیاتو کې د ملکي وګړو د وژل کېدو ادعا کېږي.
تر دې وړاندې هم د ۰۲ قطعې پر وړاندې دا ډول لاریونونه شوي او د پېښو د څي‎ېړلو خبرې شوي، خو وروسته یې جزیات پټ پاتې شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې جمهور ریيس غني هم څه موده وړاندې د ۰۲ قطعې په شپني عملیاتو بندیز لګولی وو، خو دغه عملیات تر هغه ورسته بیا پیل شوي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA