ads

د وسله والو طالبانو بریدونه د کابل تر دروازو راورسېدل

د کابل ـ پروان پر لويه لاره په قرباغ ولسوالۍ کې د طالب وسله والو د څرګندو فعاليتونو له کبله خلکو ته ژورې اندېښنې پيدا شوي دي. طالب وسله وال هم ادعا کوي، چې د کابل په ځينو ولسواليوکې څرګند فعاليتونه لري او تېره شپه يې د کابل په قرباغ ولسوالۍ کې د افغان پوځ […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
11 لیندۍ 1398
د وسله والو طالبانو بریدونه د کابل تر دروازو راورسېدل

د کابل ـ پروان پر لويه لاره په قرباغ ولسوالۍ کې د طالب وسله والو د څرګندو فعاليتونو له کبله خلکو ته ژورې اندېښنې پيدا شوي دي.
طالب وسله وال هم ادعا کوي، چې د کابل په ځينو ولسواليوکې څرګند فعاليتونه لري او تېره شپه يې د کابل په قرباغ ولسوالۍ کې د افغان پوځ اکمالاتي موټرونه هم سوځولي دي.
د کابل اوسېدونکي وايي، که حکومت د کابل ولسواليو ته د ورتلونکو لويو لارو امنيت خوندي نه کړي؛ نو دا وېره شته، چې دغه وسله وال بريدونه د کابل ښار ته هم راوغزېږي.
د کابل د قره باغ ولسوالۍ دوو تنو اوسېدونکو صميم او عنايت په همدې تړاو خپلې اندېښنې له کليد راډيو سره شريکې کړې او ټينګار يې وکړ، چې حکومت بايد لږترلږه د کابل ښار او ولسواليو امنيت خوندي کړي.
په همدې حال کې په ولسي جرګه کې د کابل استازي هم د کابل وروستی امنيتي وضعيت ګواښوونکی يادوي.
په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازې زهرا نوروزي کليد ته وويل، اوس د پخوا په پرتله د کابل په ښار او ولسواليوکې د ورځې لخوا هم وسله وال بريدونه ترسره کېږي.
امنيتي کارپوهان بيا وايي، د افغانستان اوسنی کړکېچن حالت د افغان حکومت د امنيتي ستراتيژيو کمزورتيا څرګندوي.
پوځي شنونکي محمد يوسف امين ځاځي له کليد سره په خبروکې څرګنده کړه، چې په افغانستان کې د مخالفينو د ليکو پياوړي کېدو يو لامل دادی، چې خلک له افغان پوځ سره همکارۍ ته زړه نه ښه کوي.
د يادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې د کابل په قره باغ ولسوالۍکې څلور تنه څارنوالان هم وژل شوي وو.
موږ هڅه وکړه، چې په همدې تړاو د کورنيو چارو وزارت نظر هم وپوښتو؛ خو له ډېرو هڅو سره سره بريالي نه شولو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA