په عراق کې د څو اونيو لاريونونو او تاوتريخوالي په دوام پارلمان د يكشنبې په ورځ په خپله بېړنۍ غونډه كې د لومړي وزير عادل عبدالمهدي استعفا ومنله.
د ده ځايناستى تراوسه معلوم نه دى.
د عراق پارلمان وايي، له جمهور رئيس برهم صالح څخه يې غوښتي، چې د لومړي وزارت چوکۍ ته نوى کس معرفي کړي.
د قانون له مخې، جمهور رئيس به په پارلمان کې له اکثريت لرونکي ګوند نه غوښتنه کوي، چې د لومړي وزارت چوکۍ لپاره نوى کس ور مخې ته کړي.
د راپورونو پر بنسټ، د نوي حکومت تر جوړېدو پورې به لومړى وزير عادل عبدالمهدي او اوسنى حکومت خپلو دندو ته دوام ورکړي.
د تېرې اكټوبر مياشتې له پيل راهيسې د عراق په پايتخت بغداد او نورو ښارونو کې د پراخ اداري فساد، لوږې او بې کارۍ په ضد د لاريونونو په مهال لږ تر لږه ۴۳۶ كسان وژل شوي او زرګونه نور ژوبل دي.


