د فلسطين د بنديانو د مطالعاتو مرکز په خپل راپور کې ويلي، چې اسراييلي حكومت په تېره نومبر مياشت کې ۳۶۰ فلسطينيان نيولي دي.
د ياد مركز يوه وياند رسنيو ته په خبرو کې زياته کړې، چې په نيول شوو کسانو کې اته مېرمنې او ۵۸ ماشومان هم شامل دي.
د ده په خبره، ځينې بنديان له يوه ځاىه بل ته د لېږد په مهال وژل شوي هم دي.
هغه وايي، د اسراييل حكومت له لوري تر ټولو کوچنى ۱۰ کلن نيول شوى ماشوم باسل نومېږي، چې اوسمهال د دې حكومت په بند کې دى.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتېرېش تېره مياشت پر اسراييلي حكومت غږ وکړ، چې نيول شوي فلسطينيان ژر تر ژره خوشې کړي، خو دغه حكومت تراوسه په دې اړه کوم اقدام نه دى کړى.


