يو شمېر سياسي څېرو د ورستيو سياسي بدلونونو په رڼاکې د جګړې پر ښکېلو لورو غږ وکړ، چې په افغانستان کې د سولې فرصت له لاسه ور نه کړي او پر يو سراسري اوربند دې فکر وکړي.
دغو سياسي څېرو د يکشنبې په ورځ په کابل کې د يوې غونډې په ترڅ کې د افغان سولې او په هېوادکې د روان کړکېچ د اساسي حل لپاره خپلې طرحې وړاندې کړې.
د طالبانو پخواني غړي سيد اکبر اغا په دغه غونډه کې پر طالبانو هم غږ وکړ، چې د افغان سولې لپاره قربانۍ ته تيار شي او په وړو مسايلو کې خنډونه جوړ نه کړي.
په دغه غونډه کې سياسي څېرو د افغان سولې په اړه بېلابېل روايتونه درلودل او هر يوه د خپل لیدلوري پر بنسټ د افغانستان د قضيې د اساسي حل لپاره نظرونه وړاندې کړل.
د جمهوري رياست ټاکنو ته نوماند ګلبدين حکمتيار په دغه غونډه کې وويل، په ورستيوکې د امريکايي پوځيانو پر وتلو باوري شوی دی او دغه اقدام له افغان سولې سره بنسټيزه مرسته کولی شي.
حکمتيار يوځل بيا د لنډمهالي حکومت د رامنځته کولو ضرورت ته اشاره وکړه او ټینګار يې وکړ، چې په افغانستان کې د واک د لېږد لپاره يوازنۍ مشروع لاره ټاکنې او د لنډمهالي حکومت رامنځته کول دي.
په همدې حال کې د جمهوري رياست ټاکنو ته بل نوماند احمد ولي مسعود بيا په دې باور دی، چې لومړی بايد په افغانستان کې يو ملي دولت رامنځته شي او د افغانستان اوسني مشران په خپلوکې سره سلا شي.
نوموړي ګواښ وکړ، که داسې ونه شي؛ نو د دې وېره شته، چې د افغانستان سولې برخليک له يو نوي کړکېچ سره مخ شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امريکا متحده ايالاتونو جمهور رييس ډونالډ ټرمپ درې ورځې وړاندې افغانستان ته راغی او له طالبانو سره يې پر کېدونکي احتمالي اوربند له خپل افغان سيال سره خبرې وکړې.
هغه اوربند چې وسله والو طالبانو يې په غبرګون کې له منلو څخه ډډه وکړه او زیاته یې کړه، چې د سولې له هوکړې وړاندې اوربند ناشونی دی.


