زرګونو کسانو د شنبې په ورځ د اسراييلو د لومړي وزير بنيامين نتنياهو په ضد لاريون وكړ او د نوموړي د ژر تر ژره استعفا كولو غوښتونكي شول.
د راپورونو له مخې، ۵۰۰۰ کسانو په دغه لاريون کې برخه اخيستې وه او د لومړي وزير د استعفا شعارونه يې وركول.
د اسراييلو لويې څارنوالۍ اعلان کړى، چې نتنياهو په درغليو، بډو اخيستلو او له خپلې چوکۍ په ناوړه ګټه اخيستلو کې لاس لري او د دې ادارې له لوري د هغه د سلب مصئونيت غوښتنه شوې ده.
د اسراييلو لومړى وزير ۳۰ ورځې وخت لري، چې د دغه سلب مصئونيت په تړاو اعتراض وکړي.
بلخوا نتنياهو پر ده ټول لګول شوي تورونه رد کړي او دروغ يې بللي دي.


