ads

د ننګرهار کانال د مالټو باغونه به سږکال۵۲۰۰ ټنه حاصل ورکړي

د ننګرهار د کانال ریاست مسولین وایي، سږکال به دوی د کانال ریاست د مالټو له باغونو څخه پنځه ۵۲۰۰ ټنه حاصلات راټول کړي. د کانال رییس پرویزعلي وایي، سږني حاصلات یې د تېر کال په پرتله پنځه چنده زیاتوالی راغلی دی. دی وایي، د مالټو پر دې باغونو یې سږ کال یو میلیون افغانۍ […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
10 لیندۍ 1398
د ننګرهار کانال د مالټو باغونه به سږکال۵۲۰۰ ټنه حاصل ورکړي

د ننګرهار د کانال ریاست مسولین وایي، سږکال به دوی د کانال ریاست د مالټو له باغونو څخه پنځه ۵۲۰۰ ټنه حاصلات راټول کړي.
د کانال رییس پرویزعلي وایي، سږني حاصلات یې د تېر کال په پرتله پنځه چنده زیاتوالی راغلی دی.
دی وایي، د مالټو پر دې باغونو یې سږ کال یو میلیون افغانۍ پانګونه کړې او د حاصلاتو د ډېروالي لامل یې هم همدا یادوي.
د کانال ریيس وایي، له دې به سږکال تر ۲۲ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي.
د کانال د رییس په خبره، تېر کال یې له همدې باغونو ۱۵۰۰ سوه ټنه حاصلات ترلاسه کړي وو.
هغه زیاتوي، اوس مهال په ۶۰۰ سوه هکتاره ځمکه کې د ستروسو باغونه شتون لري، چې پکې ۲ زره کسانو ته کاري فرصتونه هم برابر شوي دي .
د باغونو کاریګر وایي، سږکال یې د باغونو حاصلات ډېر زیات دي او مالټې یې هم تر پخوا ډېژرې خوږې دي.
کاریګر هم خوښ دي، چې په خپل کور کې ورته د کار زمینه برابره شوې ده.
دوی وایي، پخوا به کار پسې سرګردانه وو او اوس د کور ترڅنګ ورته مزدوري پيدا شوې.
دوی وایي، که دولت دې باغونو ته پاملرنه نوره هم زیاته کړي، ښايي د دې باغونو حاصلات ډېر زیات لوړ شي او له دې هم زیات بې روزګاره خلک په کار بوخت شي.
دغو فارمونو ته د یاد ولایت له بېلابېلو سیمو ګڼ شمېر خلک د تفریح لپاره ځي، مالټي خوري او ننداره یې کوي.
محمد رحیم هم د همدې سیمې لیدو ته راغلی وایي، له دې وړاندې د یادو باغونو لیدل ورته یو خیال ښکارېده.
بل لورته ممتاز، چې له څو کلونو راهیسې د دغو باغونو مالټې په اجاره اخلي وایي، سږکال د دې باغ مالټې ډېرې زیاتې دي.
دی وایي، پخوا یې حاصلات کم او ګټه یې هم کمه وه، خو په خبره یې چې اوس یې حاصلات ډېر دي او ګټه به یې هم ډېره وي.
د یادونې ده، چې د ننګرهار د کانال د ریاست مالټې د هېواد په کچه پېژندل شوې او خلک یې لیدو او اخیستو ته راځي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA