په عراق كې د خونړيو لاريونونو په دوام د دې هېواد لومړي وزير عادل عبدالمهدي خپله استعفا پارلمان ته سپارلې ده.
د عراق دولت د يوې اعلاميې په خپرولو او د دغه خبر په تاييدولو سره ويلي، دولت د اعتراض كوونكو د غوښتنو په ځواب كې دومره څه كړي، چې توان يې درلود.
په همدې حال كې په پام كې ده، چې د عراق پارلمان نن بېړنۍ غونډه او هلته پر رامنځته شوي سياسي بحران بحث وكړي.
د راپورونو پر بنسټ، په عراق كې د وروستيو دوو مياشتو لاريونونو په مهال د تاوتريخوالي له كبله لږ تر لږه ۴۳۶ كسان وژل شوي او زرګونه نور ژوبل دي.


