ads

داعش ډلې د لندن د وروستي بريد مسووليت ومانه

داعش ترهګرې ډلې په يوه بيانيه کې منلې، چې د جمعې په ورځ په لندن ښار کې د چاقو په وسيله پر خلکو بريد د دوى كس كړى دى. وړمه ورځ د عثمان خان په نوم يوه ۲۸ كلن سړي، په داسې حال كې چې تقلبي ځانمرګى واسكټ يې پر تن و، د چاقو په […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
10 لیندۍ 1398
داعش ډلې د لندن د وروستي بريد مسووليت ومانه

داعش ترهګرې ډلې په يوه بيانيه کې منلې، چې د جمعې په ورځ په لندن ښار کې د چاقو په وسيله پر خلکو بريد د دوى كس كړى دى.
وړمه ورځ د عثمان خان په نوم يوه ۲۸ كلن سړي، په داسې حال كې چې تقلبي ځانمرګى واسكټ يې پر تن و، د چاقو په وسيله پر عامو وګړو بريد وكړ.
د بريتانوي پوليسو د معلوماتو پر بنسټ، بريد كوونكى وروسته له هغه، چې دوه تنه يې ووژل او درې نور يې ټپيان كړل، د امنيتي ځواكونو په ډزو ووژل شو.
د راپورونو له مخې، عثمان خان په ۲۰۱۲ ميلادي کال کې هم په لندن ښار کې د يوه ترهګريز بريد په تړاو ونيول او تېر كال له بنده ازاد شو.
نوموړى يو سلفي مبلغ و، چې ديني زده کړې يې په سعودي عربستان کې كړې وې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA