ads

په بلخ كې د وسله والو طالبانو يو سيمه ييز قوماندان وژل شوى

۲۰۹ شاهين قول اردو د بلخ په چهاربولك ولسوالۍ كې د وسله والو طالبانو د يوه سيمه ييز قوماندان د وژل كېدو خبر وركوي. دغې قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې په يادې ولسوالۍ كې د جمعې په مازديګر د نښتې او توپچي بريدونو په ترڅ كې د ګل نبي په […]

نویسنده: hewadpal
9 لیندۍ 1398
په بلخ كې د وسله والو طالبانو يو سيمه ييز قوماندان وژل شوى

۲۰۹ شاهين قول اردو د بلخ په چهاربولك ولسوالۍ كې د وسله والو طالبانو د يوه سيمه ييز قوماندان د وژل كېدو خبر وركوي.
دغې قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې په يادې ولسوالۍ كې د جمعې په مازديګر د نښتې او توپچي بريدونو په ترڅ كې د ګل نبي په نوم د طالبانو سيمه ييز قوماندان له خپلو پنځو ملګرو سره يو ځاى ووژل شو.
د سرچينې په خبره، د بلخ د چمتال ولسوالۍ لپاره د طالبانو اكمالاتي مسوول ملا بشير مشهور په لوى لالا هم سخت ټپي شوى دى.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه خپل نظر نه دى څرګند كړى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA