ads

په بريتانيا كې يوه كس پنځو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله

راپورونه وايي، په بريتانيا كې د لندن پله ته څېرمه يو كس پر عامو خلكو بريد كړى او پنځو تنو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده. د جمعې په ورځ د عثمان خان په نوم يوه ۲۸ كلن سړي، په داسې حال كې چې تقلبي ځانمرګى واسكټ يې پر تن و، د چاقو په وسيله […]

نویسنده: hewadpal
9 لیندۍ 1398
په بريتانيا كې يوه كس پنځو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله

راپورونه وايي، په بريتانيا كې د لندن پله ته څېرمه يو كس پر عامو خلكو بريد كړى او پنځو تنو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د جمعې په ورځ د عثمان خان په نوم يوه ۲۸ كلن سړي، په داسې حال كې چې تقلبي ځانمرګى واسكټ يې پر تن و، د چاقو په وسيله پر عامو وګړو بريد وكړ.
د پوليسو د معلوماتو پر بنسټ، بريد كوونكى وروسته له هغه، چې دوه تنه يې ووژل او درې نور يې ټپيان كړل، د امنيتي ځواكونو په ډزو ووژل شو.
د بريتانيا امنيتي چارواكي وايي، عثمان خان په ۲۰۱۲م ميلادي كال كې د ترهګريزو جرمونو او له وسله والو ډلو سره د تړاو په تور زنداني شوى و.
بايد وويل شي، چې شاوخوا دوه كاله وړاندې د لندن پله ته څېرمه په ورته پېښه كې اووه كسان وژل شوي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA