ads

طالبانو له امريكا سره د مذاكراتو بېرته پيلولو ته چمتووالى وښود

طالبانو له امريكا سره د سولې مذاكراتو بېرته پيلولو ته چمتووالى ښودلى دى. د دواړو لورو ترمنځ مخكېني مذاكرات له نهو پړاوونو وروسته په تېره سپټمبر مياشت كې د طالبانو له خوا د تاوتريخوالي د دوام له كبله د امريكا د جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ له لوري لغوه شول. خو رويټرز خبري اژانس تازه د […]

نویسنده: hewadpal
9 لیندۍ 1398
طالبانو له امريكا سره د مذاكراتو بېرته پيلولو ته چمتووالى وښود

طالبانو له امريكا سره د سولې مذاكراتو بېرته پيلولو ته چمتووالى ښودلى دى.
د دواړو لورو ترمنځ مخكېني مذاكرات له نهو پړاوونو وروسته په تېره سپټمبر مياشت كې د طالبانو له خوا د تاوتريخوالي د دوام له كبله د امريكا د جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ له لوري لغوه شول.
خو رويټرز خبري اژانس تازه د طالب مشرانو له قوله راپور خپور كړى، چې د دې ډلې استازي له شاوخوا يوې اونۍ راهيسې د قطر په پايتخت دوحه كې د امريكا له استازو سره پر خبرو بوخت دي.
د هغوى په وينا، ښايي د دواړو خواوو ترمنځ رسمي مذاكرات ژر له سره پيل شي.
د رويټرز د راپور له مخې، طالبان ټينګار كوي، دغه مذاكرات به له هغې نقطې بېرته پيلېږي، پر كومې چې درېدلي وو.
دا په داسې حال كې ده، چې د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ د جمعې په شپه افغانستان ته د ناڅاپي سفر په مهال پر اوربند ټينګار وكړ او ويې ويل، داسې معلومېږي، چې طالبان اوس د اوربند مخالف نه دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA