ads

د هلمند د څلورمې سرحدي لېوا قوماندان ووژل شو

په هلمند كې د سړك غاړې ماين چاودنې د دې ولايت د څلورمې سرحدي لېوا د قوماندان په ګډون څلورو تنو ته مرګ ژوبله واړوله. د هلمند د والي وياند عمر ځواك كليد ته وويل، امنيتي چارواكي له يو شمېر خبريالانو سره يو ځاى مارجې ولسوالۍ ته د پوځي عملياتو د څارلو په هدف روان […]

نویسنده: hewadpal
9 لیندۍ 1398
د هلمند د څلورمې سرحدي لېوا قوماندان ووژل شو

په هلمند كې د سړك غاړې ماين چاودنې د دې ولايت د څلورمې سرحدي لېوا د قوماندان په ګډون څلورو تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
د هلمند د والي وياند عمر ځواك كليد ته وويل، امنيتي چارواكي له يو شمېر خبريالانو سره يو ځاى مارجې ولسوالۍ ته د پوځي عملياتو د څارلو په هدف روان وو، چې نن سهار شاوخوا اته بجې او ۳۰ دقيقې يې د كاروان پر يوه هاموې موټر د سړك غاړې ماين چاودنه وشوه.
ده زياته كړه، په دې پېښه كې، چې د ناوې او مارجې ولسواليو ترمنځ رامنځته شوې، د هلمند د څلورمې سرحدي لېوا قوماندان جنرال ظاهر ګل مقبل وژل شوى، دوه امنيتي سرتېري او يو خبريال ټپيان دي.
د يادې چاودنې مسووليت وسله والو طالبانو منلى دى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA