ads

په هلمند كې ۱۲ وسله وال طالبان ووژل شول

۲۱۵ ميوند قول اردو د هلمند په مارجې ولسوالۍ كې د هوايي بريد په ترڅ كې د ۱۲ وسله والو طالبانو د وژل كېدو خبر وركوي. د دې قول اردو له مطبوعاتي دفتره كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دا هوايي بريد تېره ورځ د مارجې ولسوالۍ په لومړي بلاك سيمه كې […]

نویسنده: hewadpal
8 لیندۍ 1398
په هلمند كې ۱۲ وسله وال طالبان ووژل شول

۲۱۵ ميوند قول اردو د هلمند په مارجې ولسوالۍ كې د هوايي بريد په ترڅ كې د ۱۲ وسله والو طالبانو د وژل كېدو خبر وركوي.
د دې قول اردو له مطبوعاتي دفتره كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دا هوايي بريد تېره ورځ د مارجې ولسوالۍ په لومړي بلاك سيمه كې د طالبانو پر يوه پټنځاى ترسره شو.
سرچينه وايي، د يادې ولسوالۍ په يو شمېر سيمو كې د افغان ځواكونو عمليات دوام لري.
بلخوا طالب وياند قاري يوسف احمدي رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه كې د هلمند په مارجې ولسوالۍ كې د امنيتي ځواكونو عمليات ناكام بللي او ادعا يې كړې، چې هلته يې په ۱۲ ورځو كې د څلورو قوماندانانو په ګډون ۱۲۶ افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې او د هغوى ۱۹ زغره وال ټانكونه يې له منځه وړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA