په لغمان كې افغان ځواکونو يو وسله وال طالب په ټپي حالت کې نيولى دى.
په ختيځ کې له ۲۰۱ سېلاب قول اردو څخه کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، په عليشنګ ولسوالۍ کې تېره شپه د مومن خان په نوم يو وسله وال طالب، چې څه موده وړاندې د يادې ولسوالۍ په شمکټ سيمه کې د هوايي بريد په مهال ټپي شوى و او د لغمان مرکز ته د درملنې په هدف لېږدول کېده، د ملي اردو ځواکونو له لوري د پلټنې په وخت په يوه سراچه ډوله موټر کې ونيول شو.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه تبصره نه ده كړې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


