ads

ټرمپ په بګرام هوايي اډه كې له جمهور رئيس غني سره وليدل

د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ تېره شپه په ناڅاپي سفر افغانستان ته راغى او په بګرام هوايي اډه كې يې له خپل افغان سيال محمد اشرف غني سره وليدل. د ارګ د خبرپاڼې له مخې، جمهور رئيس ټرمپ له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه كې د افغان ځواكونو پرمختګونه وستايل او جمهور رئيس […]

نویسنده: hewadpal
8 لیندۍ 1398
ټرمپ په بګرام هوايي اډه كې له جمهور رئيس غني سره وليدل

د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ تېره شپه په ناڅاپي سفر افغانستان ته راغى او په بګرام هوايي اډه كې يې له خپل افغان سيال محمد اشرف غني سره وليدل.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې، جمهور رئيس ټرمپ له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه كې د افغان ځواكونو پرمختګونه وستايل او جمهور رئيس غني ته يې د افغانستان په ختيځ كې د داعش ډلې د ماتې مباركي وويله.
دواړو جمهور رئيسانو ټينګار وكړ، چې كه طالبان د سولې هوكړه ليك ته ژمن وي، بايد اوربند ومني او په وينا يې، په افغانستان كې د تلپاتې سولې د ټينګښت لپاره بايد له دې هېواده بهر د ترهګرو ځالې له منځه يووړل شي.
وروسته د امريكا او افغانستان جمهور رئيسانو د امريكايي سرتېرو په منځ كې حضور پيدا كړ او په خپلو ويناوو كې يې د يادو سرتېرو او افغان ځواكونو قربانۍ وستايلې.
دوى همدارنګه د دښمن په ځانګړې توګه د داعش ډلې او القاعده شبكې د ماتې په برخه كې د دواړو هېوادونو د امنيتي سرتېرو وروستي پرمختګونه د پام وړ وبلل.
دا افغانستان ته د ډونالډ ټرمپ لومړى سفر و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA