د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب وايي، په افغانستان کې د سولې د راوستو او ټينګښت په هدف يوازې سياسي او دولتي هڅې ستونزې نه شي هوارولى، بلکې په دې اړه له موجوده تجربو او څېړنو هم بايد کار واخيستل شي.
د ملي امنيت شورا دفتر د خبرپاڼې پر بنسټ، محب دا څرګندونې تېره ورځ د اروپا د سولې انسټيټيوټ له رئيس مايکل کيټينګ سره په ليدنه كې وكړې او ويې ويل، سوله يوه پېچلې او څو بعدي پروسه ده او بايد په پوره تيارۍ يې په تړاو ګام پورته شي.
بل پلو د اروپا د سولې انسټيټيوټ رئيس وويل، د پخلاينې په برخه کې اړينه ده، چې له کورنيو، بهرنيو، سيمه ييزو او څېړنيزو ظرفيتونو استفاده وشي او د ټولو خواوو په مطالعې سره يې په اړه پرېکړې او تصميمونه ونيول شي.
دا په داسې حال كې ده، چې په افغانستان كې د سولې د ټينګښت لپاره له اوږدې مودې راهيسې هڅې روانې دي، خو تراوسه يې كومه مثبته پايله نه ده وركړې.


