ads

شنونكي د امريكا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو بيا پيل افغانانو ته ښه زېرى بولي

د امريکا او افغانستان جمهور رئيسانو له طالبانوسره پر احتمالي اوربند خبرې کړې دي. د امريکا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ د جمعې په شپه په ناڅاپي سفر افغانستان ته راغی او د بګرام په هوايي ډګر کې يې پر امريكايي پوځيانو سربېره له خپل افغان سيال محمد اشرف غني سره هم وكتل. دواړه مشران له […]

نویسنده: hewadpal
8 لیندۍ 1398
شنونكي د امريكا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو بيا پيل افغانانو ته ښه زېرى بولي

د امريکا او افغانستان جمهور رئيسانو له طالبانوسره پر احتمالي اوربند خبرې کړې دي.
د امريکا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ د جمعې په شپه په ناڅاپي سفر افغانستان ته راغی او د بګرام په هوايي ډګر کې يې پر امريكايي پوځيانو سربېره له خپل افغان سيال محمد اشرف غني سره هم وكتل.
دواړه مشران له طالبانو سره پر احتمالي اوربند غږېدلي دي.
ټرمپ خپلو پوځيانو ته په وينا کې ډاډ څرګند کړی، چې له طالبانو سره يې د سولې خبرې پيل کړي او باوري دی، چې طالبان اوربند غواړي.
د جمهوري رياست وياند دوا خان مينه پال کليد ته وويل، د امريکا او افغانستان دواړو هېوادونو مشرانو ويلي، که طالبان سولې ته ژمن وي، نو اوربند ته دې غاړه کېږدي.
په ورته وخت کې سياسي شنونکي په دې باور دي، چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو بيا پيل د افغانانو لپاره يو ښه زېری دی.
سياسي شنونکی ډاکټر فيض ځلاند له کليد سره په خبرو کې هيله څرګنده کړه، چې ګوندې دا ځل امريکا له خپل دريځه په شا نه شي.
خو بل پلو له نړيوال سياسته باخبرې سرچينې بيا وايي، په اوسنيو شرايطو کې افغانستان ته د ټرمپ سفر ډېرې پوښتنې را ولاړولی شي.
ضمير څار د امريكا د جمهور رئيس پر خبرو شک څرګند کړ او ويې ويل، د ټرمپ دريځ ثابت نه وي او هره ورځ بدلېدلی شي.
د امريکا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ د جمعې په شپه په افغانستان كې يواځې دوه ساعته تېر كړي او بېرته خپل هېواد ته تللى دى.
وسله والو طالبانو د نوموړي د وروستيو څرګندونو په اړه غبرګون نه دى ښودلى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA