ads

د ثبات او همپالنې ټاكنيزې ډلې د خلكو د رايو او حقونو پر دفاع ټينګار وكړ

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاكنيزې ډلې نن په كابل ښار كې لاريون وكړ او ډاډ يې څرګند كړ، چې په ټول توان به د خلكو د رايو او حقونو دفاع وكړي. د دغه لاريون په پرېكړه ليك كې راغلي، هغه نظام ته به اجازه ورنه كړي، چې په درغلۍ رامنځته […]

نویسنده: hewadpal
8 لیندۍ 1398
د ثبات او همپالنې ټاكنيزې ډلې د خلكو د رايو او حقونو پر دفاع ټينګار وكړ

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاكنيزې ډلې نن په كابل ښار كې لاريون وكړ او ډاډ يې څرګند كړ، چې په ټول توان به د خلكو د رايو او حقونو دفاع وكړي.
د دغه لاريون په پرېكړه ليك كې راغلي، هغه نظام ته به اجازه ورنه كړي، چې په درغلۍ رامنځته شوى وي.
د پرېكړه ليك پر بنسټ، د ټاکنو خپلواک کمېسيون بايد د ټاکنو د نافذه قانون، طرزالعملونو او لايحو مسير ته وګرځي او د يوه ټاكنيز ټيم غوښتنو ته د تمکين کولو پر ځاى د افغان ملت غږ واوري.
د ثبات او همپالنې د ټاكنيزې ډلې په وينا، ياد کمېسيون بايد ژر تر ژره ۳۰۰ زره غيرې بايو ميټريک او جعلي رايې له سيسټمه بهر او په ټاکنيزه پروسه کې خپله بې پلوي او خپلواکي ثابته کړي، کنه د هر ډول سياسي – ټاکنيز بحران او د پايلو مسووليت به د ټاکنو خپلواك کمېسيون د غړو پر غاړه وي.
لاريون كوونكو ټينګار وكړ، چې نړيواله ټولنه دې د بحراني وضعيت په درک کولو سره خپل اصولي او قانوني مسير ته د ټاکنيز بهير د بېرته ګرځولو لپاره هڅې وکړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA