ads

د ثبات او همپالنې ټاكنيزې ډلې په كابل ښار كې پراخ لاريون پيل كړ

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاكنيزې ډلې نن سهار په كابل ښار كې پراخ لاريون پيل كړى دى. د دې ډلې لومړى مرستيال عنايت الله بابر فرهمند وايي، تر هغې چې د ټاكنو خپلواك كمېسيون ۳۰۰ زره ناپاكې رايې له سيسټمه ونه باسي، د دغه كمېسيون د كار مخنيوى به دوام […]

نویسنده: hewadpal
8 لیندۍ 1398
د ثبات او همپالنې ټاكنيزې ډلې په كابل ښار كې پراخ لاريون پيل كړ

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاكنيزې ډلې نن سهار په كابل ښار كې پراخ لاريون پيل كړى دى.
د دې ډلې لومړى مرستيال عنايت الله بابر فرهمند وايي، تر هغې چې د ټاكنو خپلواك كمېسيون ۳۰۰ زره ناپاكې رايې له سيسټمه ونه باسي، د دغه كمېسيون د كار مخنيوى به دوام ولري.
د نوموړي په خبره، د ټاكنو خپلواك كمېسيون بايد له سيسټمه د ناپاكو رايو پر ايستلو سربېره د رايو د بيا شمېرنې بهير له سره د ټاكنيزو ډلو د څارونكو په حضور كې پيل كړي.
فرهمند زياتوي، ترڅو چې يې غوښتنې نه وي منل شوې، اعتراضونه به يې دوام ومومي.
د کورنيو چارو وزارت بيا د قانون په چوکاټ کې د لاريون کولو غوښتنه کړې او ويلي يې دي، چې دا لاريون بايد د عامه نظم او د وګړو د ورځني ژوند خنډ ونه ګرځي.
د دغه وزارت مرستياله ويانده مروه اميني وايي، پوليس چمتو دي، چې د قانون له چوکاټه بهر لاريون كوونكو ته سخت ځواب ورکړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA