د كندوز په امام صاحب ولسوالۍ كې د ماين چاودنې ۱۷ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله.
د كورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي وايي، د امام صاحب ولسوالۍ په امام الدين څلورلارې كې د وسله والو طالبانو له لوري ځاى پر ځاى شوى ماين تېر ماښام شاوخوا پنځه بجې پر يوه ملكي سراچه ډوله موټر وچاودېد.
د هغه په وينا، په دې پېښه كې ۱۵ ملكي وګړي وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان دي.
رحيمي زياتوي، په وژل شوو كسانو كې اته ماشومان، شپږ ښځې او يو سړى شامل دي.
وسله والو طالبانو تراوسه د يادې چاودنې په اړه خپل نظر نه دى څرګند كړى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ