سید محمد د کندهار د اتمي امنیتي حوزې اړوند د غازي بابا غونډۍ په مسجد کې ملا امام دی.
هغه خپل يو شاګرد، چې له زابل څخه د زده کړو لپاره راغلي و، تر ځلونو جنسي تيري وروسته وژلی.
سید محمد وايي، چې دغه تنکی ځوان یې د خپلې کورنۍ لخوا د یوه ځانګړي اعتبار له مخې د ده په واک کي ورکړي و، ترڅو دیني زده کړې پرې وکړي.
نوموړی وايي، چي ځلونه يې پر دغه کوچني جنسي تیری کړی، وهلی او ټکولی يې هم دي.
دغه کوچنی چي د زیات ظلم او زور زیاتي څخه په تنګ شوی و، یو ځل له دغه مسجد څخه تښتېدلی هم و، چي وروسته د سیدمحمد لخوا ونیول شوو.
هغه وايي، چي دغه تنکی ځوان يې تر تښتېدلو وروسته وهلی هم و، چي ناڅاپه يې په مسجد کي تر چپه کېدو وروسته ساه ورکړه.
یاد کس دا مهال د کندهار په امنیه قومندانۍ کې دی او پوليس وایي، عدلي څېړنو هم پر وژل شوي ماشوم کې د جنسي تيري مثبتي نښه موندلي ده.
د کندهار د پوليسو ویاند جمال ناصر بارکزی وایي، په جنسي تیري او قتل تورن ملا امام عدليي بنسټونو ته سپارل کیږي.
پر همدې مهال د کندهار اوسېدونکي په جنسي تېري او قتل تورن ملا امام ته د سختې جزا غوښتنه کوي.
دوي له خلګو هم غوښتنه کوي، چی خپل د اولادونو واک او اختیار دغه ډول بې اعتباره او نامعلومو خلګو ته ورنه کړي.
د کندهار د بشر د حقونو خپلواک کمېسيون هم دغه پېښه دردونکې بللې او په قتل او جنسي تېري تورن ته یې د سزا غوښتنه کړې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


