د هلمند په ګرشك ولسوالۍ كې د هوايي بريد په ترڅ كې څلور وسله وال طالبان ووژل شول.
د دغه ولايت د ۲۱۵ ميوند قول اردو له مطبوعاتي دفتره كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې افغان هوايي ځواكونو تېره ورځ د ګرشك ولسوالۍ په قلعه ګز سيمه كې د طالبانو څلور كسيزه ډله په نښه كړې او له منځه يې وړې ده.
د سرچينې په وينا، وژل شوو طالبانو د سنګين ولسوالۍ پر لويه لار د ملي اردو ځواكونو پر ګزمو بريدونه كول.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه تبصره نه ده كړې.


