ads

په عراق کې د ايران پر کونسلګرۍ په بريد کې ۴۷ عراقي سرتېري ټپيان شول

د عراق امنيتي سرتېرو منلې، چې په دغه هېواد کې د ايران پر کونسلګرۍ په بريد کې د دوى ۴۷ ملګري ټپيان شوي دي. د امنيتي چارواکو په خبره، پرون يوې تور نقاب اغوستونکې ډلې د عراق په نجف ښار کې د ايران پر کونسلګرۍ بريد وکړ او د دې کونسلګرۍ ځينو برخو ته يې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
7 لیندۍ 1398
په عراق کې د ايران پر کونسلګرۍ په بريد کې ۴۷ عراقي سرتېري ټپيان شول

د عراق امنيتي سرتېرو منلې، چې په دغه هېواد کې د ايران پر کونسلګرۍ په بريد کې د دوى ۴۷ ملګري ټپيان شوي دي.
د امنيتي چارواکو په خبره، پرون يوې تور نقاب اغوستونکې ډلې د عراق په نجف ښار کې د ايران پر کونسلګرۍ بريد وکړ او د دې کونسلګرۍ ځينو برخو ته يې اور ورته کړ.
دوى وايي، تر دغه بريد وړاندې د ايران ټول ډيپلوماټان خوندي ځاى ته لېږدول شوي وو او د راپورونو پر بنسټ، دا بريد له وړاندې پلان شوى و.
په عراق کې د تېرې اکټوبر مياشتې له ۲۵مې نېټې راهيسې د فساد، بې کارۍ او عمومي خدمتونو د نشت په غبرګون کې لاريونونه پيل شوي، چې تر دې دمه په كې ۳۳۹ وژل شوي او ۱۶ زره نور ټپيان شوي دي.
د امريکا په ګډون ځينو هېوادونو د عراق پر واکمن حکومت غږ کړى، چې د خلکو غوښتنې ومني، خو عراقي حكومت په دې اړه کوم غبرګون نه دى ښودلى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA