د ژمي موسم له رارسېدو سره سم د سوون توکو له کبله د کابل چاپېريال خورا ډېر ککړ شوی، داسې چاپېريال، چې پر لویانو سربېره یې ماشومان هم سخت اندېښمن کړي دي.
د کابل د خوشحال خان سيمې اوسېدونکی ماشوم معصوم خان وايي، د ناوړه هوا له کبله يې سترګې کله ناکله سوی کوي او دغه چاپېريال يې پر روغتيا ډېره بده اغېزه کړې ده.
په همدې حال کې د کابل بل اوسېدونکي نديم سليمان خېل کليد ته وويل، د ټولو افغانانو اخلاقي دنده دا ده چې خپل چاپېریال پاک وساتي.
په ورته وخت کې د کابل د ښاروالۍ اداره وايي، له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.
د کابل د ښاروالۍ ادارې وياندې نرګس مومند کليد ته وويل، تر اوسه شاوخوا ۷۵۰۰ بېلابېل حمامونه او د سون ځايونه کتل شوي او سرغړونکې جريمه شوي دي.
د کابل د چاپېريال ساتنې ملي اداره هم وايي، په دې اړه يې له خلکو سره خپلې سپارښتنې شريکې کړي دي او خلک بايد له داسې سوون توکو ډډه وکړي، چې چاپېريال ته زيان اړولی شي.
د ژمي په موسم کې د کابل هوا د سوون توکو له کبله ډېره ککړېږي او ښايي بېلا بېلې ناروغۍ پېښې کړي؛ خو د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د همدغو ناروغانو د دقيق شمېر په اړه زموږ پوښتنه ځواب نه کړه.


