د خوست مسافر وایي، د کابل او خوست ترمنځ دې هوايي پروازونه زیات شي، څو خلک په اسانۍ خپلو دندو او کارونو ته پر وخت رسېدنه وکړي.
په دغې طیاره کې نن هغه مسافر خوست ته راورسېدل، چې له مرکز کابل او همداشان له سعودي عربستان څخه یې خوست ته سفرونه درلودل.
میرزاعلي، چې کالونه یې په سعودي عربستان کې مسافري کړې، وایي خوښ دی چې له سعودي کابل او له کابله خوست ته د هوايي پرواز له لارې راغلی دی.
هغه وايي، ډېری نورو ملګرو یې هم غوښتل چې له کابله خوست ولایت ته د هوايي پرواز له لارې راشي، خو وایي ټېکټونه یې ختم وو.
دوی له مسولینو غواړي، چې د خوست او کابل ترمنځ پروازونه زیات او همداشان د خوست او نورو هېوادونو ترمنځ له همدې هوايي ډګره پروازونه پیل شي.
له خوست څخه دوه تنه مسافر چې کابل او دوبۍ ته سفرونه لري وایي، پخوا به یې چې له خوست څخه نورو ځایونوته سفرونه کول، په لاروکې به امنیتي مشکلات وو او ترڅنګ به یې ډېری وخت لارې د غلو، واورو او بارانونو له کبله بندې وې؛ خو اوس خوښ دي چې په کم وخت او پرته له ډاره سفر کوي.
د کام ایر هوایي شرکت، چې د خوست او کابل ترمنځ یې پروازونه پیل کړي، یو تن نماینده احمد فردوس وایي، که چیرې تلونکي او راتلونکي مسافر زیات شي، نو دوی به هم پروازونه زیات کړي.
شاوخوا یوه میاشت وړاندې د خوست او کابل ترمنځ د هوايي پروازونو لړۍ پیل شوه، په لومړيو کې ویل کېدل چې ممکن یاد پروازونه به دوام ونه کړي، خو حالاتو ته په کتو هرڅه تغیر شول.
له دې وروسته به د خوست او کابل ترمنځ هره پنجشنبه هوایي پرواز کېږي، خو خلک یې بیا د زیاتېدو غوښتنه کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


